Thursday, June 19, 2014

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د وروستیو رپوټونو له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په ټاکنو کې افغانانو په پراخه توګه ګډون وکړ چې د هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. د کارپوهانو په اند په ټاکنو کې د افغانانو له پراخ گډون څخه دا جوتيږي چې افغانان نورله جنگ نه ستړي دي، سوله او آرامي غواړي. افغانانو د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د گواښونو او نورو ډيرو ستونزو سره سره بياهم په دې دمکراتيکه پروسه کې گډون وکړ او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه. جواز خان چې د خوست د تڼیو د ورژلې په غرنۍ سيمه کې اوسيږي، ددې تاريخي ټاکنو شپې يې ابدی داغ په زړه پرايښی دی جواز خان ته د ورژلو د قوم مشرعبدالغفار له ټاکنو يوه ورځ مخکې د جمعی له لمانځه نه ورورسته ويلي و چې بايد سبا په ټاکنو کې برخه واخلي، دی یي هم مني خو دهمدې شپې په دوو بجو د زړه ټوټه اوه نيم کلنه لور د ناڅاپي ناروغۍ له امله په لږ وخت کې له لاسه ورکوي او مړه کيږي. له يوې خوا په ټاکنوکې د گډون ژمنه او له بلې خوا د چم گاونډ خبرول،! جواز خان پريکړه کوي چې هيڅ چاته به غږ نه کوي، سره له دې چې ميرمن يې ورسره نه مني خو دی يې قانع کوي، او وايي دا د قوم ملا ماتول دي، که خلک خبر شي نو د دستور سره سم ټول کلی به مونږ نه راټول شي او په ټاکنو کې له گډون څخه به محروم شيږ مور د لور سرته په وير کښينی خو جواز خان د کورنۍ له ديارلسو غړو سره د رايی اچونې محل ته ځي. ،غرمه ١٢ بجې کله چي د رايی اچونې پروسه ختميږي، درې زره کسانو ته د خپل لور له مړينې خبر ورکوي، خلک يې د زغم ، حوصلې او احساس ستاينه کوي،


No comments:

Post a Comment