Wednesday, January 22, 2014

د خيبر پښتونخوا د چارسدې په سر ډهېرو سيمه کې د پوليو ضد واکسين د واکسيناتورانو پر امنيتي ټيم بمي چاودنې، ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سيمې د امنيتي مسوولينو په وينا، د د چارسدې په سر ډهېرو بازارکې چهارشنبې په ورځ د پوليو واکسيناتورانو پر امنيت ګومارل شويو پوليسو پرموټر چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې د ٦پوليسو او يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ٧ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي. د پوليسو په وينا، چاودېدونکي مواد په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي او په خبره يې، په چاودنه کې ٤ کيلو چاودېدونکي مواد کارېدلي وو. د چارسدې د سيمه ييزو پوليسو مشر شفيع الله خان له ازادي راډيو سره په خپرو کې وويل، د واکسيناتورانو د امنيتي ټيم پر موټر هغه مهال چاودنه وشوه، چې هغه له بازاره د تېرېدو په حال کې و: "په چاودنه کې د ٦ پوليسو او يو ١ په ګډون ٧ کسان مړه شوي دي او ١١ نور ټپيان دې، چې په کې ٤ پوليس او ٧ عام خلک دي. چاودېدونکي مواد په يوه موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي دي."


No comments:

Post a Comment