I Marya Ysofzay an Afghan women and Human Rights Activist living in Sweden wants to remind and inspire and speak up for voiceless people of my country.
Saturday, September 28, 2013
زموږ خلک د دریو لسیزو جنایتکارانو ته سزا ورکوونکي دي! د انسان خوړونکي خلقي ـ پرچمي چټل رژیم شاوخوا د ۵۰۰۰ قربانیانو د نومونو خپریدو یو ځل بیا د «ثور انقلاب» دفاع کوونکو دروغجنه څیره بربنډه او زموږ د مظلومو خلکو ټپونه یې تازه کړل. د «مړینې لیست» د خلق دموکراتیک ګوند داړوونکي رژیم د زړه بوږنوونکي جنایتونو یوه بیلګه ده. د دغو هیوادپلورو ټولوژنې په ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ نه خلاصه کیږي او د ۱۲۰۰۰ په دار ځړول شويو بندیانو اوږد لیست لا تراوسه د اسنادو له ساتنځاینو څخه ندی راوتلی. روسي چوپړانو هم د بنسټپالو بانډونو په څیر د بېدفاع او په ځانګړې توګه د روڼ اندو او پوهه خلکو د وینې تویونې سره هڅه درلوده، چې افغانستان د متفکرو مغزونو او پاڅونونو څخه د تل لپاره «پاک» کړي.
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment