Saturday, December 21, 2013

29.09.1392 په ارزګان ولایت کې پرون د یوې ښوونکې مېرمنې او د پولیسو د یوې افسرې مړي وموندل شول. ښوونکې ملالۍ چې امېدواره مېرمن وه او د پولیسو افسره فېروزه چې د دوو ماشومانو مور وه، د تېرې دوشنبې په ورځ تښتول شوې وې او تر چارشنبې ورځې پورې لادرکه وې. د پوهنې وزارت د نشراتو رییس "کبیرحقمل" آزادۍ راډيو ته وویل، د ترینکوټ اړوند د سروري د لومړني ښوونځي ۲۶ کلنه ښوونکې ملالۍ او ندرور (د خاوند خور) یې چې د پولیسو افسره وه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې دي. ښاغلي حقمل د پېښې په اړه د امنیتي چارواکو د هراړخیزو تحقیقاتو غوښتنه وکړه: د ارزګان د امنیې قوماندان مطیع الله خان وايي؛ د ملالۍ او فېروزې مړي د ترینکوټ په یوه اړونده سیمه کې وموندل شول. په دې سیمه کې تر څه وخت مخکې پورې د اسټرالیايي پوځیانو اډه وه، خو په دې وروستیو کې یې امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو. د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت وايي؛ د عدلي طب معایناتو جوته کړه چې؛ دواړه مېرمنې په دار ځړول شوي. د دې وژنې مسوولیت که څه هم تراوسه چا نه دی منلی خو طالبانو له دې مخکې د دولت پر ښځینه او نارینه کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي؛ خو په ځینو حالاتو کې کورنۍ دښمنۍ هم د دې وژنو د عواملو په توګه یادېږي. امنیه قوماندان مطیع الله خان وايي چې؛ د دواړو وژنو علت کورنۍ شخړې دي، خو نوموړی د خپلې دې ادعا لپاره کوم ثبوت ونه ښود. د پوهنې وزارت د نشراتو رییس وايي چې؛ د معارف کارکوونکي د افغانستان په شخړو کې ښکېل نه دي او باید د ښمني ورسره ونشي: په ارزګان ولایت کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د امنیت مسوولیت د امریکايي او استرالیايي پوځیانو په غاړه و؛ خو سږکال د ډسمبر په یوولسمه نېټه د دې ولایت د ټول امنیت مسوولیت افغان ځواکونو په غاړه واخیست. د ملالۍ او فېروزې مړي له هغه پوځي مرکز سره په ډېر لږ واټن کې موندل شوي چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د خدمت د ختم په مناسبت مراسم پکې جوړ شوي و. استرالیایي پوځیان د تېرې یکشنبې په ورځ له دې اډې څخه ووتل او په افغانستان کې یې خپل پوځي ماموریت رسما پای ته ورساوه.


No comments:

Post a Comment